slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د پکتیکا ولایت امنیتي چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې یې یو تن د موټرسایکل د غلا، او درې تنه د لرګیو د قاچاق په تور نیولي دي.

د راپورونو له مخې، د وازیخوا ولسوالۍ امنیتي مسوولینو هغه کس نیولی، چې تور پرې دی له غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ څخه یې یو موټرسایکل غلا کړی او غوښتل یې د پلورلو هڅه وکړي. نیول شوی کس د پلور پر مهال د امنیتي ځواکونو لاس ته لوېدلی دی.

بل‌خوا، د ارګون ولسوالۍ د ځنګلاتو د ساتنې او څارنې قطعې منسوبینو درې کسان هغه مهال نیولي، چې غوښتل یې لرګي په غیرقانوني ډول غزني ولایت ته ولېږدوي. له دغو نیول شویو کسانو دوه تنه له زېړوک ولسوالۍ او یو بل له نکې ولسوالۍ څخه قاچاقي لرګي انتقالول.

امنیتي چارواکي وایي، چې نیول شوي کسان تر پوښتنو لاندې دي او ډېر ژر به اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

چارواکي ټینګار کوي، چې د غلا، قاچاق او نورو غیرقانوني کړنو پر وړاندې به قانوني چلند دوام ولري، او هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي، چې د عامه شتمنیو او طبیعي منابعو زیانمنولو هڅې وکړي.