مستغفر ګربز؛ د خوست پوهنتون له تدریسي روغتون سره د صحي توکو مرسته شوې.
د خوست ولايت وياند مستغفر ګربز پوليس راډیو ته وویل، د شیخ زايد پوهنتون تدریسي روغتون سره د بشري مدیریت او رهبري مؤسسې لخوا د شاوخوا ۲.۸ ميلیونو افغانیو په ارزښت د شل قلمه درملو مرسته وشوه.
ګربز زياتوي ياد درمل تېره ورځ د شيخ زايد پوهنتون د رئيس، د تدریسي روغتون سرطبیب او د روغتیایي کارکوونکو په حضور کې د يادې مؤسسې له مسؤلانو لخوا تدریسي روغتون ته وسپارل شوه.
بل لور ته بيا د شيخ زايد پوهنتون اداره د يادې مؤسسې له مرستې څخه د مننې ترڅنګ؛ په راتلونکي کې د لا نورو زياتو طبي همکاریوغوښتنه کوي.