لوګر کې دوه تنه د بېلابېلو جرمونو په تور ونیول شول.
د لوګر امنیه قوماندانۍ د لویې لارې کنډک امنیتي منسوبینو یو کس د مرکز اړوند شهرک سیمه کې نیولی چې غوښتل یې شاوخوا ۸۰۰ ګرامه چرس له ازرې ولسوالۍ مرکز پل علم ته انتقال کړي.
همداراز د لوګر ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې منسوبینو یو بل تن نیولی چې غوښتل یې یو موټرسایکل د پل علم ښار د عباسي مارکیټ له سیمې غلا کړي چې د امنیتي ځواکونو له خوا لاس په لاس ونیول شو.
دواړو نیول شویو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.