د هرات په اسلامکلا سرحدي ګمرک کې ۲۱.۴ ټنه تاریختېر خوراکي توکي وسوځول شول.
د هرات ولایت د اسلامکلا په سرحدي ګمرک کې هغه خوراکي توکي چې تاریختېر او یا هم کیفیتلاندې تشخیص شوي، د ولایتي ادارو او د ګمرک د باصلاحیته استازو په حضور کې سوځول شوي دي. د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په یادو عملیاتو کې شاوخوا (۲۱،۴) ټنه تاریختېر خوراکي توکي چې په ګمرکي هنګرونو کې مېشت وو، له منځه یوړل شول.
د وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سوځولو پر مهال د اړوندو ادارو استازي حاضر وو. د یادو توکو یوه برخه قاچاقي هېواد ته راوړل شوې او بله برخه بیا له بهرنیو هېوادونو څخه را وارد شوې او د ګمرک په هنګرونو کې ساتل شوې وه. وزارت ټینګار کړی چې د عامه روغتیا او د بازار د سلامتۍ لپاره د داسې توکو له منځه وړل اړین دي.
د یادولو ده چې ورته عملیات د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له دې وړاندې هم شوي دي.


