slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

دا مقوله د امریکا پخواني ولسمشر هري ترومان ته منسوبه شوې ده او اوسني ولسمشر جو بایډن پر هغه له دې شکایتونو سربېره عملي کړې ده چې د "کومانډر" په نامه کوچنی سپی یې ساتلی. څه مونده وړاندې "کومانډر" د سپینې ماڼۍ د پټ خدمت ادارې یوه کارمنه وداړله. دا ددغه دوه کلن سپي له لوري سپینه ماڼۍ کې ۱۱مه داړنه ده. د داړلو په دې پېښو کې له ښکېلتیا وروسته "کومانډر" باید بېرته له سره وروزل شي. "کومانډر" داړلی یو تن ان تر روغتونه رسول شوی دی. د بایډن کورنۍ د همدې خېل یو بل سپی هم لري چې "مېجر" یې بولي، خو د داړلو د ورته پې‍ښو له کبله له سپینې ماڼۍ لیرې کړل شوی دی. سپینه ماڼۍ کې د کارمنانو ترمنځ ددغو سپیو داړلو اندېښنه ډېره کړې ده. "کومانډر" سپی د جرمن پوونده (شپانه) په نامه د سپیو له نسله دی چې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۲۱ کې سپینې ماڼۍ ته وړل شوی دی. سي اېن اېن شبکې د خپلو سرچینو په حواله ویليو کله چې "کومانډر" د پټ خدمت پر یوې کارمنې برید وکړ او هغه یې وداړله، د امریکا لومړۍ مېرمن جېل بایډن یې په کابو کولو ونه توانېده. د پټ خدمت یوه غړي په یوه برېښنالیک کې لیکلي: "زما په اند دا د وخت مسله ده، مخکې له دې چې پر یوه غړي برید وشي یا وداړل شي".