ننګرهار پوهنتون ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګه کې د دوکتورا برنامه(خپرونه) پیل شوه
د ننګرهار پوهنتون رسنیز دفتر رسنیو ته په استولې خبرپاڼې کې ویلي، چې د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو ژبې او ادب څانګه کې د دوکتورا برنامه رسماً پرانیستل شوه.
د یادې برنامې(خپرونې) د پرانیستې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون رییس، مرستیالانو، د پوهنځي رهبرۍ، استادانو او د برنامې سکالرانو برخه اخیستې وه.
د ننګرهار پوهنتون رییس شیخ انعام الله مدني په دې مراسمو کې پښتو ژبه د هغو نومیالیو او سپېڅلو ژبو وبلله، چې نومونه یې د تاریخ په پاڼو کې تلپاتې دي.
نوموړي زیاته کړه، د پښتو ژبې دوکتورا برنامه د دې ژبې او ویونکو په فکري او علمي ارتقاء دلالت کوي او له دې سره به پښتو ژبه او کلتور لا پسې بډایه شي.


