slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی ریاست د منظور شوي کلني پلان له مخې، د کابل ولایت مقام او امنیه قوماندانۍ له اړوندو ادارو څخه د هر اړخیزې ارزونې په موخه یو شل کسیز هیئت وګوماره.

یاد پلاوی د اداري تفتیش رئیس محترم حافظ بیدار احمد په مشرۍ، د کابل ولایت مرکز، ولسوالیو، او امنیتي حوزو ترڅنګ، د امنیه قوماندانۍ مهمو برخو لکه محافظتي کنډکونو، عامه امن قطعې، نظارت خونې، جنایي تحقیقات، امنیتي چک‌پاینټونو، منابع بشري، مالي، لوژستیک، معلوماتي ټکنالوژۍ او نورو مهمو څانګو فعالیتونه په دقیقه توګه ارزوي.

د دې لړۍ د نظارت په ترڅ کې، د تفتیش لوی رئیس پاسوال مفتي محمد سالم عبرت، د ریاست له مرستیال مولوي حمیم الله حقاني سره یوځای، د کابل امنیه قوماندانۍ د نظارت خونې څخه لیدنه وکړه او د بندیانو شکایتونه یې له نږدې واورېدل. نوموړي اړوندو مسؤلینو ته جدي سپارښتنه وکړه، څو د موجودو ستونزو د حل لپاره لازم اقدامات ترسره کړي. مسؤلینو هم د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

همداراز، د ولایت او امنیه قوماندانۍ له لوري صادر شوي فرامین، هدایتونه، سپارښتنې او کاري طرزالعملونه د یاد هیئت له‌خوا تر ارزونې لاندې نیول شوي، څو د ښې حکومتولۍ اصلونه پلی او د خدماتو وړاندې کولو بهیر اغېزناک شي.

د تفتیش لوی ریاست ټینګار کوي چې د کورنیو چارو وزارت اړوند هره قانوني ستونزه به په اصولي ډول وڅېړل شي، او د خلکو مشروع غوښتنو ته به رسیدنه وشي.