زرنج ښاروالۍ د روان مالي کال په لومړۍ ربع کې له ۲۰ میلیونه زیات عواید راټول کړي
د نیمروز ولایت د زرنج ښاروالۍ د ۱۴۰۴ هجري لمریز مالي کال په لومړۍ ربع کې ۲۰ میلیون او ۵۱۴ زره افغانۍ عواید راټول کړي، چې دا د تېر کال د ورته مودې پرتله ۲۷ سلنه زیاتوالی ښيي.
یادې څرګندونې د زرنج ښاروال مولوي صلاحالدین ممتاز د چهارشنبې په ورځ د یادې ادارې د درې میاشتنیو فعالیتونو د ارزونې غونډې پر مهال وکړې. ښاغلي ممتاز د عوایدو د زیاتوالي لاملونه د قانون حاکمیت، ښاري نظم ټینګښت، د ښاري کلتور وده او د خلکو همکاري وبلله.
هغه زیاته کړه، چې زرنج ښاروالۍ سږ کال د ۹۹ میلیونه افغانیو په ارزښت نهه لویې پراختیایي پروژې پلي کوي، چې موخه یې د ښار د ښېرازۍ، خدماتو پراخوالي او د خلکو ژوند ته د لا اسانتیاوو برابرول دي.
د زرنج ښاروالۍ مسؤلین له ښاریانو غواړي، چې د ښار د پاکوالي، نظم او پرمختګ په برخه کې له ادارې سره همکاري وکړي.