روان کال په خوست کې ۵۳ شخصي شخړې حل شوې دي.
د خوست قومونو، قبایلو او سرحداتو ریاست وايي، چې روان کال يې د قومي مخورو په ملتیا ۵۳ شخصي تربګنۍ او شخړې؛ چې مرګ ژوبله يې هم لرله؛ هوارې کړي دي.
دوی زياتوي، چې د قومونو او کورنيو تر منځ د دوښمنيو هواري لپاره يې د قومي مشرانو څخه يو کمېسيون جوړ کړی، ترڅو شخصي دوښمنيو ته د حل لار ولټوي.
قومي مخور وايي چې د ا.ا له راتګ سره يې لسګونه بديو ته د حل لار پيدا کړې او ګڼ شمېر نور مشکلات، چې په ټولنه کې موجود دي د هواري هڅې يې پيل کړي.
دا مهال ياد رياست د قومي او شخصي شخړو د هواري لپاره ۳۰۰ قومي مشران له ځان سره ثبت کړي، څو په ټولنه کې د پېښو شويو او پېښودونکو ستونزو مخه ونیسي.
په خوست کې د قبايلو، قومونو او سرحداتو رياست مسؤلين وايي، چې په دغه ولايت يې کې یې له یادو حل شوو پرته ۸۹۷ نورې شخصي دوښمنۍ ثبت کړي، چې د مخورو دا ټاکلې ډله به یې د هواري لپاره هڅې کوي.