slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د تخار ولایت امنیتي ځواکونو د دوو جلا پېښو په تړاو ۸ تنه کسان د موټر سایکل د غلا او د موسیقۍ د غږولو له امله نیولي دي.

په لومړۍ پېښه کې، دوه تنه چې د تخار ولایت اصلي اوسېدونکي دي، غوښتل یې د فرصت له استفادې یوه عراده موټر سایکل غلا کړي. یاد کسان د تخار ولایت د دویمې امنیتي حوزې منسوبینو له لوري، د کشفي معلوماتو پر اساس ونیول شول. د دوی قضیه مسؤلو ادارو ته سپارل شوې او لومړنۍ پلټنې پيل شوې دي.

په بله پېښه کې، تېره شپه شپږ تنه د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي د شپې ناوخته د استوګنې په یوه کور کې د موسیقۍ او سندرو په غږولو تورن شول، چې د خلکو د نارامۍ او مزاحمت سبب ګرځېدلي وو. د درقد ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د دقیقو معلوماتو پر اساس دغه کسان ونیول. دا قضیه هم اړوندو مسؤولینو ته سپارل شوې او لومړني تحقیقات روان دي.

د تخار امنیه قوماندانۍ چارواکي وایي چې د قانون د تطبیق په برخه کې له هر ډول سرغړونې سره جدي چلند کېږي او د خلکو د امنیت د تأمین لپاره به هڅې لا پیاوړې شي.