امریکا د اوریګن په پورټلنډ ښار کې ۲۰۰ ملي ګارډ ځواکونه ځای پر ځای کړل.
د امریکا دفاع وزارت د اوریګن ایالت په پورټلنډ ښار کې ۲۰۰ تنه ملي ګارډ ځواکونه ځای پر ځای کړي دي. دا اقدام د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستۍ پرېکړې له مخې ترسره شوی دی.
ټرمپ ویلي، یاد ځواکونه به د کډوالو د فدرالي ادارې د تاسیساتو د خوندي کولو دنده ولري او که اړتیا پېښه شي، له نورو ځواکونو هم کار اخیستل کېدای شي.
د راپورونو له مخې، ولسمشر دغه پرېکړه د پورټلنډ په ښار کې د وروستیو تاوتریخوالو له کبله کړې ده. خو د اوریګن ځايي چارواکو د دې اقدام مخالفت کړی او د فدرالي ځواکونو استول یې د ایالت د خپلواکۍ پر ضد بللي دي.