د مزار او حيرتانو لويه لار د ترافيکو پر مخ بېرته خلاصه شوه
ولايت وياند حاجي زيد پوليس راډیو ته ويلي، چې ددې ولایت د ټولګټو چارو ریاست او کنډک شهراه له لوري تېره شپه د حیرتان او مزار پر عمومي سړک بند پاتي موټر له شګو څخه رایستل شوي او دغه شاهراه د شګو څخه پاکه شوې ده.
د ښاغلي حاجي زيد په وينا یاده شاهراه تېره شپه د ریګونو او شديد باد له کبله د څو ګړيو لپاره د تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې وه چې دواړو خواو ته سلګونه عرادې موتر بند پاتې و.