slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هلمند ولایت د کډوالو او بېرته راستانه شویو چارو رئیس الحاج مطیع‌الله اغا "حقیار" تېره ورځ د لښکرګاه ایمرجنسي روغتون ته ولاړ، او هلته یې له هغو دوه تنو مهاجرینو سره له نږدې لیدنه وکړه، چې څو ورځې وړاندې د واشېر ولسوالۍ اړوند د عمومي سړک پر سر د ترافیکي پېښې له امله ټپیان شوي وو.

دغه مهاجرین چې یو یې د پروان او بل د پنجشېر ولایت اوسېدونکي دي، د هرات څخه کابل ته په سفر کې وو، چې پر لاره د ترافیکي پېښې ښکار شول او د ژغورنې له هڅو وروسته د هلمند مرکز لښکرګاه ایمرجنسي روغتون ته انتقال شول.

ښاغلي مطیع‌الله حقیار له ژوبلو شویو کسانو د هغوی د روغتیايي وضعیت پوښتنه وکړه، هغوی ته یې نغدي مرسته ورکړه او د روغتون له مسؤولینو یې وغوښتل چې د یادو ناروغانو درملنه په پوره پاملرنه وکړي.

د هلمند د کډوالو چارو ریاست وايي، د پېښې ټول ژوبل شوي مهاجر درې تنه وو، خو له هغوی څخه یو تن له بشپړې درملنې وروسته له روغتون څخه رخصت شوی، او دوه تنه لا هم تر درملنې لاندې دي.

د کډوالو چارو رئیس دا بشري لیدنه د یادو زیانمنو مهاجرینو د روحیې د پیاوړتیا ترڅنګ، د دولتي ملاتړ او خواخوږۍ څرګندونه بلل شوې.