ملي دفاع وزارت؛ نهه روسي زغروال ټانګونه بېرته رغول شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت وايي چې د ۳۱۳ مرکزي قول اردو تخنیکي ټیمونو د روسي زغروالو ټانګونو د ترمیم او بیا ګټې اخیستنې چارې بشپړې کړي دي.
یاد وزارت ویلي، چې د څرخي پله دویمې پلې لواء درېیم زرهدار کنډک کې د مسلکي او تخنیکي کارکوونکو په هڅو ۹ روسي زغروال ټانګونه چې ۷ یې T55 او ۲ یې T62 دي، بیا عملي حالت ته راوستل شوي او د عملیاتو لپاره چمتو دي.
د خبرپاڼې په وینا، دغه ټانګونه به د سرحدونو د ساتنې، دښمن د پټنځایونو د له منځه وړلو او د هېوادوالو د دفاع په چارو کې مهم رول ولوبوي. همدارنګه، د ملي دفاع وزارت څرګنده کړې چې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر زغروال ټانګونه ترمیم شوي او دغه پلان د دوامداره عملیاتو په چوکاټ کې پرمخ روان دی.