slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ۷۸مې غونډې په څنډه کې د ایران، روسیې، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه ناسته کړې. په دې غونډه کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې، چې د بګرام هوایي اډې په تړاو یې کړي وې، په کلکه غندل شوې دي.

دغو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان پر ملي حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ټینګار کړی او څرګنده کړې یې ده چې د افغانستان دننه یا بهر د بهرنیو پوځي اډو جوړول د سیمې د ثبات او امنیت په زیان دي.

د ناستې ګډونوالو پر دې ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی باید د افغانانو په لاس او د سیمه‌ییزو همکاریو پر مټ جوړ شي، نه د بهرنیو پوځي مداخلو له لارې.

شنونکي باور لري چې د یادو څلورو هېوادونو ګډ دریځ د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمې د هېوادونو د اندېښنو څرګندونه کوي او ښيي چې د پوځي اډو موضوع لا هم د نړیوالو د بحث یوه مهمه برخه ده.