ټرمپ؛ ژر به غزې ته مرستې ورسوم
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د غزې خلکو ته بشري مرستې رسولو لپاره باید لاره پرانستل شي، ځکه چې ډېر خلک هلته له لوږې سره مخ دي. ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سکاټلنډ کې وویل، چې په غزه کې ډير کسان وږي دي او د خوراکي موادو چمتو کول اړین دي.
ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې امریکا به په غزه کې د خوړو د وېشلو مرکزونه جوړ کړي ترڅو مرسته خلکو ته په اسانۍ ورسېږي. سپینه ماڼۍ هم ویلي، چې د دغو مرکزونو نور جزئیات به په نږدې راتلونکي کې وړاندې کړي.
د غزې د روغتیا وزارت راپور ورکوي چې تر دې مهاله ۱۴۷ کسان د لوږې له کبله مړه شوي چې ۸۸ تنه یې ماشومان دي.
له بلې خوا، د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په پیل کې د غزې د لوږې راپورونه رد کړل، خو وروسته یې ومنله چې په دغه سیمه کې وضعیت جدي دی.