slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بریتانیا لومړي وزیر، کېر سټارمر، په تازه څرګندونو کې د غزې وضعیت "بحراني" بللی او ټینګار یې کړی چې اسراییل باید د لوږې د ختمولو لپاره د بشري مرستو د داخلېدو لارې هوارې کړي.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د خلکو حالت ورځ تر بلې خرابېږي او د مرستو د رسولو لپاره د اردن له چارواکو سره په ګډه کار روان دی.

سټارمر زیاته کړې: «موږ هڅه کوو چې بېړنۍ مرستې چټکې کړو، ترڅو هغه ماشومان چې عاجلو طبي مرستو ته اړتیا لري، د درملنې لپاره بریتانیا ته راولو.»