مالیې وزارت وايي؛ تېره یوه اونۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکونکو نن ( د غویې ۱۶مه ۱۴۰۴هـ.ل) پولیس راډیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره اونۍ د نیمروز، کندهار، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې قاچاقي افغانستان ته راوړي.
په نیول سویو توکو کي (۱۶۰۳۳) کیلو ګرامه انساني، زراعتي او حیواني درمل، (۷۳۲۵) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۲۴۷۰) کیلو ګرامه خوراکي مالګه ، (۳۹۰۰) کیلو ګرامه رخت باب، (۲۳۴۰) کیلو ګرامه تنباکو، (۴۲۷) کیلو ګرامه شامپو، (۴۷۵) کیلو ګرامه لوبیا، (۶۹۲) کیلو ګرامه نوې البسه، (۴۱۰) کیلو ګرامه ملایي، (۳۵۰) کیلو ګرامه نوشابه باب، (۲۴۰) کیلو ګرامه رُب او (۱۳۰) کیلو ګرامه د لیمو اوبه شامل دي.
نیول سوي توکي او تورن کسان د نورو څېړنو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.