slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

‏په چین کې د افغانستان سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د ا.ا.ا. لوی سفیر مولوي بلال کریمي (د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۰۲۵م کال  انلاین محصول او د شانډونګ  د پرمختللي تجارت) تر عنوان لاندې د افتتاحيه غونډې ته وینا وکړه.

د معلماتو پر اساس په دې غونډه کې د یاد سازمان د عمومي منشي مرستیال، ددې سازمان سیمه یز مشر، د چین هیواد د سوداګرۍ خونې مشر، او د یو شمیر نورو هیوادونو سفیرانو هم ګډون کړی وو.

خبرپاڼه زياتوي چې ښاغلي مولوي بلال کریمي د شانګهای سازمان له غړو هیوادونو سره په بيلابيلو موضوعاتو او د نورو هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو پر لا ټینګښت خبرې کړي.

پاتې دې نه وي چې افغان سفير د ياد سازمان د عمومي منشي له مرستیال او ځينو نورو مشرانو سره په جلا جلا توګه ليده کاته ترسره کړي دي.