کابل کې د اسد ۲۴ مه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
کابل کې د اسد څلورویشتمه، چې د افغانستان د ازادۍ ورځې په نوم پېژندل کېږي، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
د کورنیو چارو وزارت د ۱۱۹ شمېرې معین محمدرایس حقاني د اسلامي امارت د یو شمېر لوړپوړو چارواکو په ملتیا د یادې ورځې د لمانځلو په مناسبت په ځانګړي پروګرام کې برخه واخیسته. نوموړي د نمانځنې پر مهال د یوې الوتکې له لارې پر ښار د ګلانو ګیډۍ وشیندلې.
چارواکي وايي؛ دغه اقدام د ازادۍ د ورځې د لمانځلو د مراسمو یوه برخه وه، چې موخه یې د ملي ارزښتونو درناوی او د خلکو د خوښۍ فضا رامنځته کول وو.
د ازادۍ ورځ هر کال د اسد په ۲۴ مه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په بیلابیلو بڼو لمانځل کېږي.