فراه کې د نیالګیو د پالنې لپاره معیاري ګلخانې جوړې شوي
د ښارواليو چارو سمون عمومي رياست په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، فراه ښاروالۍ د ښار د زرغونتیا او سمسورتیا په موخه ۳ معیاري ګلخانې جوړي کړې،چې په یادو ګلخانو کې به مثمر او غیر مثمر نیالګي روزل کیږي.
سرچينه زیاتوي چې په دغو ګلخانو کې به د بېلابېلو ډولونو نیالګي پالل کیږي، چې وروسته به د ښار په مهمو برخو کې کېنول شي.