slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د یوې بشپړې او هر اړخیزې ارزونې تر بشپړېدو پورې به د غزې اوسېدونکو ته د بي‌یو او بي‌دو ویزې نه ورکول کېږي. دغه پرېکړه د فلسطیني ټولنو او بشردوستانه سازمانونو سخت غبرګونونه راپارولي دي.

وزارت ویلي، چې په وروستیو ورځو کې یوازې یو محدود شمېر بشردوستانه ویزې د طبي اړتیاوو لپاره صادرې شوې، خو دقیق شمېر یې نه دی وړاندې کړی. سږ کال امریکا د فلسطین ادارې له خوا د سفر اسناد لرونکو ته د طبي درملنې لپاره تر ۳۸۰۰ څخه ډېرې ویزې صادرې کړې دي.

د امریکا-اسلامي اړیکو شورا او د فلسطیني ماشومانو د مرستې صندوق دا پرېکړه د فلسطیني ماشومانو او ناروغانو لپاره خطرناکه بللې ده. همداشان، ځینې سرچینې وايي، چې سوېلي سوډان او اسراییل د فلسطینیانو د بیا مېشتېدو لپاره خبرې کوي.