slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

يو شمېر پاکستاني رسنيو د راپورونو پر اساس، د ‌پاکستان د بلوچستان په هرنايي شاهرک کې د ډبرو سکرو کان د کارکوونکو له موټر سره نږدې ماين چاودنه کړې، چې په پايله کې يې لس کسان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان دي.


راپورونه زياتوي، چې په چاودنه کې د وژل شويو کارکوونکو له ډلې څخه یې ډېری هغه د پښتونخوا د سوات او نورو پښتون مېشتو سيمو اوسېدونکي دي.


بايد وويل شي چې په پاکستان کې داسې چاودنې ډيرې شوي او د يو شمېر سياسي شنونکو په وينا چې پاکستان د خپل امنیت په ټينګښت کې پاتې راغلی.