slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پنجشېر له بېلابېلو ولسوالیو ۴۰۰ ځوانان د پنځه میاشتنیو پوځي او مسلکي زده کړو لپاره نن کابل ته ولېږدول شول. دغه پروسه د ولسي غوښتنو، د ولایت د ادارې هڅو او د ملي دفاع وزارت په منظورۍ ترسره شوې ده.

د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم وویل، چې د امیرالمؤمنین ح ف په ځانګړي ترحم او د دفاع وزارت په تصویب، په امتیازي ډول د ولایت ځوانانو ته په اسلامي اردو کې د جذب زمینه برابره شوې ده. نوموړي زیاته کړه، چې له روزنې وروسته به دغه ځوانان د وړتیا پر بنسټ په بېلابېلو برخو کې په دندو وګومارل شي.

تازه جذب شوو ځوانانو د اسلامي نظام په چوکاټ کې پر دندو ویاړ څرګند کړ او ټینګار یې وکړ، چې د اسلام، هېواد او خلکو د دفاع لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي. د درې ولسوالۍ اوسېدونکي محبوب‌الله وویل، د اسلامي نظام ساتنه خپله ایماني دنده ګڼي او د خپلو پلرونو د مبارزو لاره به پرمخ وړي.

دا دویم ځل دی چې د پنجشېر ولایت ځوانان په ځانګړي امتیاز سره د اسلامي اردو لیکو ته جذبېږي. تېر کال هم له دې ولایت څخه تر ۶۰۰ زیات ځوانان جذب شوي وو، چې دا مهال د هېواد په بېلابېلو برخو کې په دندو بوخت دي.

د ولایتي ادارې په غوښتنه له دې ولایت څخه سوونه ځوانان د اسلامي پولیسو لیکو ته هم جذب شوي، چې ډېری یې همدا اوس په خپل ولایت کې دندې ترسره کوي.

د پنجشېر قومي مشران وايي، په تېرو کلونو کې د ځوانانو پر حالت پاملرنه نه کېده او ډېری یې د بې‌کارۍ له امله نورو هېوادونو ته تللي وو. د دوی په باور، د اسلامي امارت تر واکمنۍ وروسته د ځوانانو لپاره د کار او روزنې فرصتونو رامنځته کېدو نه یوازې ځايي اقتصاد ته وده ورکړې، بلکې د خلکو باور یې هم زیات کړی دی.