slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

خبردی، چې د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره یوه اونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، هرات او هلمند ولایتونو په بېلابېلو ګمرکونو کي ګڼ قاچاقي توکي نیولي، چي قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي.

په نیول شوو توکو کي (۲۲۵۶۰) کیلو ګرامه انساني او زراعتي درمل، (۵۲۶۵)کیلوگرامه مالګه، (۱۹۲۰) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۱۱۱۰) کیلو ګرامه رُب، (۲۰۵۶) کیلو ګرامه پنېر، (۹۰۰) کیلو ګرامه د لیمو اوبه، (۲۲۰) کیلو ګرامه وچي شیدې او (۶۱۶) کیلو ګرامه مکروني شامل دي.

خبرپاڼه وايي، نیول شوي توکي او تورن کسان اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.

یاده دې وي چې د مالیې وزارت ټولو هېوادوالو ته خبر هم ورکړی، چې د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکي په ټول هیواد کي ګرځنده څارني کوي او هیچا ته اجازه نه ورکوي، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.