slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

مالیې وزارت تېر کال د څه باندي (۵۲) زره ټنه قاچاقي توکو د لېږد رالېږد مخه نیول سوې.

د مالیې وزارت وایي چې د دې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د هیواد په ګمرکونو کي د اسانتیاوو پر رامنځته کولو سربېره، له فساد سره جدي مبارزه شوې او د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې د ګرځنده څارني قطعاتو له لوري د قاچاقي توکو د لېږد را لېږد په کلکه مخنیوی شوی.

یاد وزارت وايي، د مالیې وزارت د ګرځنده څارني کارکوونکو پروسږ (۱۴۰۳هـ.ل) کال کې د هیواد د بېلابېلو ګمرکونو په اړوندو سیمو کي (۵۲) زره (۲۹۲) ټنه قاچاقي توکي تعقیب، کشف او نیولي دي.

په نیول سویو قاچاقي توکو کي طبي، زراعتي او یوناني درمل، خوراکي او غیر خوراکي او داسي نور توکي شامل ول، چي په قاچاقي ډول په پټو لارو له ګاونډیو هیوادونو څخه افغانستان ته راوړل کېدل، نیول شوي او په پېښه کي تورن کسان هم‌مهاله اړوندو پلټونکو ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.