slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په سومالیا کې د سختو بارانونو له امله د راوتلو سیلابونو په نتیجه کې د مړو شمیر ۵۳ تنو ته لوړ شو. د سومالیا د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې مشر محمد مولین عبدالله رسنیو ته په خپله وینا کې وویل چې د زیاتو بارانونو او سیلابونو له امله یو نیم میلیون خلک اغیزمن شوي او له ۵ زرو څخه ډیر کورونه ویجاړ شوي. عبدالله وويل چې د ناورين له امله ٥٣ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى. په سومالیا کې تر ټولو ډیر د هیران، باکول، خلیج او ګیدو سیمې د سیلابونو له امله اغیزمندې شوي دي . مالداري او کرنیزې ځمکو هم د سیلابونو له امله زیان لیدلی دی. سومالیا او کینیا، چې په وروستیو کلونو کې تر ټولو سخته وچکالي تجربه کوي، د اقلیم د بدلون له امله تر ټولو ډیر اغیزمن شوي هیوادونه دي. کینیا خپلو اتباعو ته د ډیر باران له امله خبرداری ورکړی. له سیلابونو وروسته د سومالیا په ځینو برخو کې "اضطراري حالت" اعلان شو.