slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د هند دفاع وزیر راجنات سینګ د چین په کوربتوب د شانګهای همکارۍ سازمان د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان له امنیت او ثبات څخه د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

هغه ویلي: “هند د افغانستان د سولې، امنیت او ثبات د ملاتړ په برخه کې ثابته پالیسي لري. په افغانستان کې زموږ لومړیتوبونه افغانانو ته د بشري مرستو چمتو کول او د افغانستان د عمومي پراختیايي اړتیاوو پوره کول دي.”

نوموړي هند د افغانستان تر ټولو لوی پراختیایي شریک بللی او ویلي یې دي، چې د افغانستان د پراختیا په برخه کې همکاري د نوي ډیلي لومړیتوب دی.

همدا راز د هند دفاع وزیر د افغانانو د ظرفیت لوړولو لپاره د پروګرامونو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.