slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

امريکا د ملګرو ملتونو امنيت شورا له لوري هغه وړانديز رد کړ، چې په غزه کې يې د اوربند غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرېش څو ورځې وړاندې په غزه کې د روان وضعيت په تړاو د امنيت شورا غونډې ته په خپله وينا کې وويل، چې د بيړني اوربند لپاره رايه وکاروي، چې له امريکا پرته ټولو هېوادونو مثبت رايه ورکړه خو امريکا خپله منفي رايه څرګنده کړه.د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د امريکا دا دريځ د خواشينۍ او غندنې وړ بللي او ويلي يې دي، چې امريکې په دې سره پر غزه روان ظلم کې ځان په ښکاره توګه شريک کړ. د وزارت په ايکس پاڼه خپاره شوي پيغام کې ويل شوي: (( ‏دا يو ځل بيا ښکاره کوي چې د متحده ايالتونو حکومت نړيوال جوړښتونه د خپلو سياسي موخو لپاره د بشري حقونو په ضد کاروي.))دغه راز د وزارت له لوري په خپاره شوي پيغام کې راغلي، د دې پر ځاي چې امريکا په فلسطين کې جنګي مجرمان ورټي او د خزانې پر وزارت يې بنديزونه ولګوي په غزه کې د اوربند مخالفت کوي.سياسي کارپوهان او د فلسطين قضيې څارونکي هم په دې باور دي، چې په غزه کې د اوربند په اړه د امريکې مخالفت په ډاګه کوي، چې همدوي په نړۍ کې د سولې او ثبات دښمنان دي.سياسي کارپوه فضل الرحمن اوريا هېواد ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې وويل: (( د ملګرو ملتونو هغه پريکړه ليک چې په غزه کې د اوربند غوښتنه پکې شوه وه امريکا ويټو کړه. په دې معني چې امريکا د جنګ حمايت او طرفداري او د انسان وژنې ملاتړ کوي.))نوموړي همداشان څرګنده کړه، چې په فلسطين کې د امريکا له لوري د جګړې اوږدول ټولې نړۍ په ځانګړې ډول اسلامي نړۍ ته دا پيغام ورکوي، چې امريکا په څرګند ډول د ناامنۍ او بې ثباتۍ پلويتوب کوي او د مسلمانانو دښمنه ده.د چين، روسيې، فرانسې، جاپان او د ګڼو هيوادونو استازو هم د امريکا دغه پرېکړه ناهيلې کوونکې بللې ده. د چين سفير امريکا اوربند ته د منفي رايې په ورکولو سره امريکا دوه مخې ياده کړې، چې پر يوه وخت د جګړې پاي ته رسول او هم په غزه کې د اوربند مخالفت کوي.ورته مهال د روسيې استازي دغه ورځ د بشريت په تاريخ کې توره ورځ ياده کړه او زياته کړې يې ده، چې د واشنګټن پر دې پرېکړې به تاريخ قضاوت وکړي.د يادولو وړ ده، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت دا هم ويلي، چې په ملګرو ملتونو کې د هغو غړو هېوادونو دريځ ستايي، چې د صهيونيسټانو د روانو جنګي جنايتونو په وړاندې يې اصولي اجماع غوره کړې، د اوربند غوښتنه کوي او د فلسطين د قضيې تلپاتې حل څخه ملاتړ کوي. نذير منيب