slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار امنیه قومندانۍ په دغه ولایت کې د ښاري نظم، امنیت او  ناقانونه کړنو  مخنیوي په موخه خپل عملیات لا چټک کړي دي.

د همدې هڅو په دوام، په دوو جلا اقدامونو کې هم د تور ښیښو لرې کولو کمپاين پر مخ وړل شوی او هم د قتل د هڅې په یوه قضیه کې درې تنه نیول شوي دي.

د تور ښیښو پاکولو کمپاين د امنیه قومندانۍ  ډایاګ معاونیت له لوري ترتیب او په تېره یوه اوونۍ کې د جلال‌آباد ښار په بېلابېلو سیمو کې عملي شوی دی. په دغه موده کې د ۹۷ وسایطو تورې ښیښې لرې شوي، چلوونکو ته قانوني سپارښتنې شوې او د ترافیکي اصولو د مراعات اهمیت ورته روښانه بیان شوی دی. امنیتي چارواکي وایي، تورې ښیښې د مشکوکو تګ راتګونو او ناقانونه فعالیتونو د پټ ساتلو سبب ګرځي، نو هېڅ موټر به د هغو په درلودلو د تګ راتګ اجازه و نه لري.

بل لور ته، د مومندرې ولسوالۍ امنیتي پولیسو درې تنه هغه کسان نیولي چې د لومړنیو څېړنو له مخې ورته یو کس ۱۰۰ زره افغانۍ ورکړې وې څو یو بل کس ووژني. د برید پر مهال موخن شخص ټپي شوی، خو امنیتي ځواکونو په چټک اقدام د بریدګرو د تېښتې مخه نیولې او هغوی یې له اړوندو توکو سره یو ځای نیولي دي. نیول شویو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او د نورو څېړنو لپاره تر ګرویږنو لاندې دي، ورسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.