slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د سرحدي پولیسو لوی رئیس، الحاج مولوي حزب‌الله افغان، نن ورځ د کابل نړیوال هوایي ډګر د سرحدي پولیسو قوماندانۍ څخه رسمي لیدنه وکړه او د امنیتي وضعیت ارزونه یې ترسره کړه.

نوموړي د هوایي ډګر د امنیتي پوستو، رن‌وې، مهمو امنیتي نقطو او د مهاجرت برخو څخه مفصله لیدنه وکړه، او له نږدې یې د یادو ساحو امنیتي وضعیت وڅېړه.

د سرحدي پولیسو لوی رئیس د امنیتي چک‌پواینټونو فعالیتونه هم وارزول او مسؤلینو ته یې اړینې لارښوونې وکړې.

د لیدنې په پای کې، ښاغلي افغان له هوایي ډګر مسؤلینو سره ځانګړی مجلس ترسره کړ، او په هغه کې یې لاندې درې مهمې توصېې وړاندې کړې:

  1. د هوایي ډګر د امنیت ټینګښت لپاره باید د شپه‌ او ورځو په ټولو وختونو کې دوامداره څارنه وشي.

  2. د مهاجرت او تلاشي پروسې باید د اصولو مطابق، شفافې او له مسلکي چلند سره تر سره شي.

  3. د هر ډول مشکوکو حرکاتو، اشخاصو او شیانو پر وړاندې باید ژر، قانوني او قاطع غبرګون وښودل شي، او له بې‌پروايۍ څخه باید کلک ډډه وشي.

یاده لیدنه د هوایي ډګر د امنیت د لا ښه‌والي لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.