slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

مالیزیا کې د افغانستان سفیر نقیب‌الله احمدي د یاد هېواد بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او جنوبي اسیا له رييس خیرالنذرین عبدالرحمن سره لیدنه کړې.

مالیزیا کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د دوه‌ اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګرۍ او پانګونې له شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې او افغان سوداګرو ته د ویزو پر ورکړې خبرې شوې دي.

دغه راز دواړو لوریو د اړيکو او سوداګرۍ پیاوړتیا د دواړو هېوادونو په ګټه بللې او په دې برخه کې يې د مثبتو پرمختګونو هیله څرګنده کړې ده.