خوست؛ د یونیم میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت، د البدر په نامه د یوه روغتیايي کمپلکس ودانولو چارې پیل شوې دي.
خوست کې د ۱،۵ مېليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د البدر په نوم د یوه روغتيايي کمپلېکس د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
ياد ۵۰ بستريز طبي کمپلېکس- چې په جوړيدو به يې نېږدې ۱،۵ مېليونه امريکايي ډالر لګښت راشي- په درې نيم جريبه ځمکه کې جوړيږي.
د مسؤلانو په خبره په ياد شوي روغتيايي کمپلېکس کې به نسايي ولادي، داخله، جراحي، د سترګو، غوږونو او پوزې په برخو کې طبي خدمات ترسره کیږي.
همدا راز ياد طبي کمپلېکس ته د ودانۍ جوړلو مراسمو کې، د خوست والي عبدالقيوم روحاني، د خوست مرستيال والي محبوب شاه قانت، د اقتصاد رئيس مولوي اخترمحمد عکرمه، د خوست روغتيا رياست معاون شېره ګل ځدراڼ، د امنيه قوماندانۍ امنیت آمر مولوي عیدالحلیم حیدر، د امنیه قومندانۍ د دفتر آمر قاري اشرف شاهين او يوشمېر نورو چارواکو برخه اخیستې وه.
#پولیس_راډیو