slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بلخ ولايت د سرې او بريښنا امارتي شرکت رئیس الحاج ملا خالقداد نصرالله وايي: چې دغه شرکت د يوريا سرې او بريښنا انرژۍ په ملي تولید کې مخکښ رول لري او تمه ده چې د روان لمريز کال ترپايه پورې ۴۰ زره ټنه يوريا سره او شاوخوا ۱۰۰ میلیونه کېلواټه بریښنا تولید کړي. ښاغلي خالقداد زیاته کړه چې دا مهال په دې شرکت کې شاوخوا ۱۳۰۰ تنه کارکوونکي په مستقيم ډول بوخت دي او زرګونه نور کسان (بزګران، ترانسپورتي کارکوونکي، سوداګر) په غیر مستقیم ډول د شرکت له تولیداتو سره تړلي دي. د ده په وینا زموږ هدف یوازې تولید نه دی، بلکې د ملت باور، د اسلامي اصولو پر بنسټ شفاف مدیریت، او د هېواد د اقتصادي بنسټونو پیاوړتیا ده او د همدې هدف له مخې، د شرکت استهلاک شوي ماشینونه د بیا فعالولو لپاره طرحه ترتیب شوې چې اوس د اجرا په پړاو کې ده. تمه ده چې له تطبیق وروسته به د برېښنا تولید ظرفیت په لسګونو میګاواټو لوړ شي.

همداراز نوموړي ټینګار وکړ: چې په تېرو کلونو کې د یوریا سرې وېشنه یوازې د قراردادنو له لارې کېدله، چې اکثره وخت پر وخت بازار ته نه رسېده خو اوسمهال دغه شرکت دا توزیع په مستقیم ډول پرچون بازار ته پیل کړې ده، تر څو بزګرانو ته سره پر خپل وخت او مناسب قیمت ورسېږي. هغه زياته کړه چې پخوا د یوریا لپاره بوجۍ له بهره واردېدې، چې د ترانسپورت او وخت له امله شرکت له ستونزو سره مخ و، خو دمګړۍ یاد شرکت د بوجیو خپل تولید پیل کړی، چې نه یوازې د ځان لپاره، بلکې د بازار لپاره هم تولیدات برابروي.

ښاغلي خالقداد د خپلو خبرو په دوام کې وویل: چې د دې شرکت ټول فعاليتونه د اسلامي امارت د نافذه قوانینو، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله حکمونو، او د ریاست‌الوزرا د هدایتونو له مخې پر مخ وړل کېږي او هر کال د مالیې وزارت او د داخلي تفتیش ریاست له خوا د شرکت فعالیتونه ارزول کېږي، ترڅو د حساب‌ورکونې اصل تضمین شي. نوموړي زیاته کړه چې د دغه شرکت ډېری کارکوونکي تقاعد ته نږدې شوي، نو اوس د نویو مسلکي کسانو د جذب، روزنې او ظرفیت لوړونې بهیر دوام لري. هدف دا دی چې د شرکت تخنیکي تسلسل وساتل شي او د کیفیت کچه لا لوړه شي.

هېره دې نه وي؛ چې دغه شرکت د هېواد په شمال زون بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار کې د سرې او برېښنا امارتي شرکت چې د يوريا سرې او بريښنا انرژۍ په ملي تولید کې مخکښ رول لري، تمه ده چې د روان لمریز کال تر پايه پورې ۴۰ زره ټنه يوريا سره او شاوخوا ۱۰۰ میلیونه کېلواټه بریښنا تولید کړي. چې د هېواد د کرنيزو سکتور، ملي اقتصاد او د انرژۍ برخې لپاره د ځان بسیا پر لور مهم ګام بلل کېږي.کوډ برق یو تولیدي امارتي شرکت دی چې د اسلامي امارت تر چتر لاندې په مزار شریف کې فعالیت کوي. دا شرکت دوه اساسي محصولات تولیدوي: د کرنیزو چارو لپاره یوریا کیمیاوي سره او برېښنا انرژي. دا تولیدات نه یوازې واردات کموي، بلکې د داخلي بازار اړتیاوې هم تر ډېره پوره کوي او بل د یوریا د تولید په تخنیکي بهیر کې نور مهم مواد لکه اکسیجن، نایتروجن، کاربن ډای‌اکساید او آمونیا هم تولیدېږي. دا مواد د شرکت د داخلي اړتیاو ترڅنګ بازار ته هم عرضه کېږي، چې له اقتصادي پلوه یو بله ګټوره سرچینه بلل کېږي

د یادونې وړ ده چې کوډ برق نن د هېواد په سطحه یو مهم تولیدي شرکت بلل کېږي، چې له وارداتو د خلاصون، د کرنیزو اړتیاوو پوره کولو، د انرژۍ تأمین، او د کاریابۍ پراخ فرصتونه رامنځته کړي دي. دا شرکت د عمل، ژمنتیا او شفافیت له مخې د هغو بنسټونو له جملې څخه دی، چې ولس ورته د باور رایه ورکړې ده.