slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي د دې وزارت د هوایي ځواک تخنیکي او مسلکي انجینرانو د اوږدو هڅو په پایله کې درې چورلکې بېرته فعالې شوې او د ازمایښتي الوتنو وروسته یې د عملیاتو وړتیا ترلاسه کړې ده.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له دغو چورلکو څخه دوه د Mi-17 ډوله او یوه د MD-530 ډوله ده، چې د تېر حکومت په دوره کې تخریب شوې وې او له کاره لوېدلې وې. د وزارت په وینا د ملي دفاع وزارت انجینرانو دا الوتکې له تخنیکي پلوه ترمیم کړې، برخې یې بیا ورغولې او د نړیوالو معیارونو سره سم یې د ازمایښتي الوتنې چارې بشپړې کړې دي.

د دفاع وزارت یوې سرچینې ویلي، دا لاسته راوړنه د افغاني انجینرانو د وړتیا او مسلکي مهارت څرګندونه کوي، او ښيي چې د هېواد د هوایي ځواک د بیا پیاوړتیا لپاره لازم ظرفیتونه په کور دننه موجود دي.

سرچینې زیاته کړه چې د دغو چورلکو ترمیم نه یوازې د هېواد د هوایي ځواک د تجهیز او پیاوړتیا په لور یو مهم ګام دی، بلکې د مالي لګښت د کمولو او ځان‌بساینې پر لور یو عملي اقدام هم ګڼل کېږي.

د ملي دفاع وزارت ټینګار کړی چې د راتلونکو میاشتو په اوږدو کې به د نورو تخریب شوو الوتکو او چورلکو د رغولو چارې هم دوام ولري، تر څو د هېواد د هوایي ځواک عملیاتي وړتیا نوره هم زیاته شي.