د کابل هوايي ډګر د ګمرک کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام پای ته ورسېد
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له لوري د کابل هوايي ډګر د ګمرک کارکوونکو لپاره جوړ شوی ۲۶ ورځنی روزنیز پروګرام نن پای ته ورسېد.
یاد پروګرام د ملي اکاډمۍ د تدریسي پلان له مخې ترتیب شوی و، چې موخهیې د کارکوونکو مسلکي وړتیاوو لوړول او د کاري پروسو شفافیت او پرمختګ و.
د پروګرام په لړ کې، ۲۰ تنه ګډونوالو ته د مجربو ښوونکو له خوا د ګمرکي قوانینو، ګمرکي اصطلاحاتو، د مسافرینو د مجازو اموالو او زینتي زېوراتو د انتقال طرزالعملونو، د سرو زرو د لنډمهاله صادراتو طرزالعملونو، او د ګمرکي عوارضو لارښود په ګډون یو شمېر نور اړین او تخصصي موضوعات تدریس شول.
د پروګرام مسؤلین هیله لري چې د یادو زدهکړو په رڼا کې به د ګمرک کارکوونکي خپلې دندې لا اغېزمنې، معیاري او د اصولو مطابق تر سره کړي.