د ایران پلازمېنه تهران کې د اوبو کمښت بشري ناورین رامنځته کړی.
ایران له تېرې یوې لسیزې راهیسې د اوبو له سخت ناورین سره مخ دی. ایراني چارواکو خبرداری ورکړی، که وچکالي دوام وکړي نو پلازمېنه تهران چې تر ۱۰ مېلیونه ډېر خلک پهکې مېشت دي؛ ښایي په نږدې راتلونکې کې د استوګنې نه وړ په ښار بدل شي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی، چې که چېرې تر راتلونکې میاشتې پورې باران ونه شي؛ نو دوی به د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي. له بل پلوه ایراني چارواکو ویلي، چې د تهران په مرکزي زېرمه کې یوازې د دوو اونیو لپاره د خلکو د اړتیا وړ اوبه پاتې دي او په دې اړه خلکو ته خبر ورکړل شوی دی.


