slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هېواد د بهرنيو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ملګرو ملتونو سرمنشي له مرستیالې روزمیري ان ډیکارلو سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې زلزله ځپلو او راستېندونکو سره د مرستو، د هېواد او سیمې  وضعیت، بشري همکاریو او د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې کړي.

 د بهرنیو چارو وزیر د کډوالو بریالي مدیریت ته په اشارې وویل، چې بشري موضوعات باید سیاسي نه شي خو له بده مرغه په عمل کې دا کار کېږي.

 ښاغلي متقي زیاته کړه، افغانستان په سیاسي، امنیتي، اداري او اقتصادي برخو کې ښه پرمختګ کړی او د یوه هېواد پرته د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره یې اړیکې غوړیدلي او د لا پرمختګ په حال کې دي.

 د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې ټینګار وکړ، چې راستنېدونکو کډوالو ته باید په مناسبه او انساني توګه د راتګ زمېنه برابره شي.

نوموړې زیاته کړه، چې دوی د زلزله ځپلو او راستنو شويو کډوالو سره د مرستو په موخه د بېلابېلو اړخونو سره په جدي توګه کار کوي.

اغلې ډیکارلو ډاډ ورکړ، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر له غړو هېوادونو او اړوندو لوریو سره د افغانستان په لا ډیر سیاسي ښکیلتیا کې هم خپلې هڅې نه دي سپمولي.

 په پای کې نوموړې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو له کارکوونکو سره د افغانستان اسلامي امارت د لا زیاتي همکارۍ غوښتنه وکړه.