slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کونړ ولایت د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر پولیس راډيو  ته په استولې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دې ولایت په اسمار ولسوالۍ کې یو ويډز ډوله موټر د کونړ سیند ته لوېدلی دی.

یاد موټر له مرکز  اسعد اباد نه د ناړۍ ولسوالۍ پر لور روان و، چې د کونړ سیند ته لویدلی. مسولین وايي چې پيښه د ډرېور د بې احتیاطۍ له وجهې رامنځته شوې، چې دوه تنه پکې مړه او څلور نور یې ټپيان شوي دي.

د اسمار امنیتي ځواکونو مړه او ټپیان اسعداباد ته لېږدولي دي.