slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

تېره ورځ د جمعې له لمانځه وروسته په ټول هېواد کې د فلسطیني مسلمانانو پر وړاندې د روان تېري په خلاف په یوه خوله د هېواد په ټولو ولایتونو کې لاریونونه او په ځینو ولایتونو کې د قرآنکريم ختمونه وشول.

لاریون کوونکو د اسراییلو پر ضد شعارونه ورکول او د فلسطینیانو پر وړاندې روانه جګړه یې نسل وژڼه بلله. په دې لاریون کې ګډون کونکو پر اسلامي نړۍ او د عربي ممالکو له مشرانو هم هیله وکړه چې د فلسطینیانو پر وړاندې دې د روان ناورین په هکله چوپه خوله نه کېني کنه دا ورځ په دوی هم روانه ده.