slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د حماس او اسرایلو ترمنځ له اوربند وروسته هم اسرایلو پر غزې خپل بمبارد نه‌دی درولی.

د دواړو لوریو ترمنځ پر اوربند له هوکړې وروسته هم د اسریلو بمبارد نه‌دی درېدلی. نړۍوالې رسنۍ راپورونه ورکوي، چې په تېرو اتو ساعتونو کې  د اسرایلو په بریدونو کې له ۴۰۰ډېر فلسطینيان په شهدات رسېدلي دي. نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی، چې په شهیدانو کې ګڼې مېرمنې او ماشومان هم دي.

 

دا راپورونه داسې مهال لاس په لاس کېږي، چې د اسرایلو لومړي وزیر له حماس سره د اوربند د ماتولو خبره هم کړې وه. نوموړي ویلي وو، چې حماس د بندیانو د خوشې کولو په تړاو  د دوی غوښتنې له پامه غورځولي؛ نو ځکه اسرایل د عملیاتو پر بیا پيل غور کوي.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په ترڅ کې د صهیونستانو دا بریدونه په کلکو ټکو غندلي. بهرنیو چارو وزارت له نړۍوالوغوښتي چې د اسرایلي دولت پر وړاندېدې عملاً اقدامات وکړي. په دې اعلامیه کې دا بریدونه د بشري حقوقو او نړۍوالو قوانینو ضد بلل شوي.