slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د ختیځ زون د اسلامي او ملي پولیسو له ښوونیز او روزنیز مرکز څخه د ۲۲مې دورې په ترڅ کې ۳۵۰ تنه مجاهدین له یو میاشتني شرعي، عقیدوي او نظامي روزنیز پروګرام تر بشپړولو وروسته فارغ او د ټولنې د خدمت لیکو ته واستول شول.

د فراغت په دغو مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت د نظامي چارو مرستیال پاسوال شیخ محمد نظر شینواری، د علماوو شورا رئیس شیخ حضرت جان حنفي، د مرکز قوماندان الحاج قاري رحمت‌الله نعماني، د امنیه قومندانۍ د دفتر رئیس شیخ تاج‌الدین ابو ادریس، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې عمومي رئیس مفتي عبدالله دلاور، روزونکي استادان، دیني علما، دولتي چارواکي، مجاهدین او ګڼ شمېر ولسي وګړي ګډون درلود.

د کورنیو چارو وزارت نظامي مرستیال په خپله وینا کې فارغ شوو مجاهدینو ته وویل: "تاسې یوازې فارغان نه یاست، بلکې د ملت او نظام د دفاع صف ته نوي داخل شوي ځواکونه یاست. له تاسې تمه کېږي چې د دین، ولس او نظام عزت وساتئ او د نظم، انضباط او خدمت سمبول واوسئ."

د علماوو شورا رئیس حضرت جان حنفي فارغانو ته توصیه وکړه، چې دیني ژمنتیا، اخلاقي لوړتیا او ولسي باور وساتي، ویې ویل: "شرعي او عقیدوي زده کړه هغه بنسټ دی، چې پر اساس یې یو ځواک د امت ریښتینی خدمت کولی شي."

مفتي عبدالله دلاور، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې عمومي رئیس، هم مجاهدینو ته د مبارکۍ تر څنګ یادونه وکړه چې اوس یې مسؤلیتونه څو چنده زیات شوي، او د قانون پلي کول، د جرمونو مخنیوی، د خلکو د حقونو خوندي کول او عدالت تأمینول باید د دوی اساسي موخه وي.

د روزنیز مرکز مسئولینو وویل، چې فارغ شوو پولیسو ته د عقیدې، اخلاق، ولسي تعامل، نظامي تاکتیکونو، وسلو پېژندنې، اړیکو مهارتونو او قانون د پلي کولو اړوند زده کړې ورکړل شوي دي.

یاد مرکز له اسلامي امارت د حاکمیت راهیسې تر دې دمه له ۱۸ زره څخه زیات مجاهدین روزلي، چې دا مهال د ختیځ زون په څلورو ولایتونو کې د نظم، قانون او ولسي خدمت په برخه کې بوخت دي.