د رياست الوزرا اداري مرستيال د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت مسولينو ته په خطاب کې وويل، ستاسو په اوږو دروند مسوليت پروت دی او د معروفاتو د اقامې او د منکراتو مخنيوي په موخه لا زياته هڅه او له خلکو سره نېک چلند وکړئ. نوموړي د اوږدو جګړو له امله هېواد ته اوښتو زيانونو ته په اشارې زياته کړه، په افغانستان کې د اسلامي امارت په حاکميت سره امنيت په بشپړ ډول ټینګ شوی، اداري فساد ختم شوی او په ټول هېواد کې پراخیتایي پروژې د پلي کولو په حال کې دي.
دغهراز مولوي عبدالسلام حنفي د ګاونډيو هېوادونو له لوري د کډوالو د ستنېدو موضوع یاده کړه او ویې ویل، چې ټول کډوال د خپل دین، ناموس او حیثیت د ساتنې لپاره ګاونډيو هېوادونو ته تللي وو، خو له بده مرغه نن د قانوني اسنادو د لرلو باوجود اخراجېږي. نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت د یو ځانګړي کمېسیون په جوړولو سره د کډوالو د ستنېدو د بهیر د مدیریت او کنټرول لپاره لازم اقدامات ترسره کړي، او اوس ټول راستانه شوي هېوادوال په خپل هېواد کې په باعزته ډول ژوند کوي.


