slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلینو د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او د امیرالمؤمنین حفظه‌الله د شپږ ماده‌ییز فرمان د پلي کولو په لړ کې، په لوګر، پکتیکا او غزني ولایتونو کې څلور مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو، ناوړه دودونو او د شرعي حقونو له محرومیت څخه وژغورلې.

د لوګر او پکتیکا ولایتونو مسؤلین وایي، درې مېرمنې چې د کورني تاوتریخوالي او ناسم کلتوري دودونو له امله یې له خپلو شرعي حقونو بې‌برخې پاتې وې، د امر بالمعروف د مسؤلینو په هڅو له خپلو حقونو برخمنې شوې. د دوی په وینا، یادې مېرمنې له څو کلونو راهیسې تر بې‌عدالتیو لاندې وې، خو د وزارت د مخلصو هڅو په پایله کې د حق خاوندانې شوې.

په ورته مهال، د غزني ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو په حیدرآباد سیمه کې یوه نجلۍ، چې له اوږدې مودې راهیسې یې کورنۍ د شرعي نکاح اجازه نه ورکوله، د محتسبینو په هڅو له خپل شرعي حق څخه برخمنه کړه.

مسؤلین ټینګار کوي چې د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی څرګند شرعي حق دی، او هېڅ چاته به اجازه ور نه‌کړي چې د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي. هغوی زیاتوي چې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب ته ژمن دي او په دې برخه کې خپلې هڅې به لا پسې پراخې کړي.

بل‌خوا، سیمه‌ییز اوسېدونکي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د کارکوونکو کړنې ستایي او باور څرګندوي چې دا ډول اقدامات به د ناوړه دودونو، غیر شرعي کړنو او ټولنیزو ظلمونو د مخنیوي لامل شي.

د یاد وزارت مسؤلین وایي، د مېرمنو د حقونو د ورکړې او عامه پوهاوي د لوړولو په موخه به اصلاحي ناستې دوام ولري، څو د ټولنې په کچه د مثبت بدلون زمینه نوره هم برابره شي.