ننګرهار کې د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی.
د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د ګودامو په سیمه کې د ترافیکي پیښې له امله یې یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پېښه هغه مهال رامنځته شوې، کله چې ویټس موټر له یو موټرسایکل سره ټکر کړی، چې له امله یې موټرسایکل چلوونکی سخت ټپي او وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.
د پېښې له رامنځته کېدو سره سم د بهسودو ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ منسوبین او د ترافیکو د بررسی ټېم سیمې ته ځان رسولی، او له اړوندو اړخونو سرهیې د پېښې پلټنه او قانوني اقدامات پیل کړي دي. تورن موټر چلوونکی تر قانوني څار لاندې نیول شوی دی.
د ننګرهار امنیه قومنداني له ټولو موټر چلوونکو غوښتنه کوي چې د موټر چلونې پر مهال د ترافیکي اصولو، احتیاط او سرعت محدودیت ته جدي پاملرنه وکړي، تر څو له ورته دردناکو پېښو څخه مخنیوی وشي.