هرات کې له ۵۰ ټنو څخه زیات نشهيي توکي وسوځول شول.
د هرات ولایت امنیې قوماندانۍ د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت نن د ۵۰ ټنو څخه زیات بېلابېل ډول نشهيي توکي د عامه محضر په وړاندې وسوځول.
د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې مدیر مولوي حیاتالله روحاني وویل چې سوځول شوي موادو کې هیروئین، شیشه، تریاک، چرس، له لس زرو زیات نشهيي ټابلیټونه، ۳۸۸۱ لیتره الکولي مشروبات، له پنځه زره کیلوګرامو زیات جامد او مایع کیمیاوي مواد، ۵ لکه او ۸۴۸۴۶ کیلوګرامه د «اومان» بوټي او ۱۸۲۷ کیلوګرامه «ایف» مواد شامل وو.
ښاغلي روحاني زیاته کړه چې دا توکي د هرات ولایت په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال نیول شوي وو، او نن د عدلي او قضایي ارګانونو استازو، عامه روغتیا چارواکو او سیمهییزو مسؤلینو په حضور کې له منځه یووړل شول.
د ده په وینا، یوازې تېر یوه کال کې د نشهيي توکو د قاچاق، تولید او کرنې په تړاو له زرو څخه زیات کسان نیول شوي او د عدلي او قضایي ادارو له لارې یې دوسیې څېړل شوې دي.
د هرات ابتدائیه محکمې د عامه امنیت دیوان غړي مفتي غلام رسول وویل چې د امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم له مخې د نشهيي توکو کرنه، تولید، استعمال او پلور په کلکه منع دي او اړوندې ادارې په دې برخه کې جدي او دوامداره مبارزه کوي.
هغه زیاته کړه چې د اسلامي شریعت او نافذه قوانینو له مخې به د نشهيي موادو د قاچاق، تولید او کارونې په تړاو مجرمینو ته سزا ورکول کېږي، تر څو د ټولنې د سالم ژوند او عامه امنیت فضا نوره هم ټینګه شي.
د هرات د امنیې قوماندانۍ چارواکي وایي چې د نشهيي موادو پر ضد به مبارزه تر هغه وخته دوام وکړي، څو دا ناوړه پدیده له ټولنې څخه په بشپړ ډول له منځه یووړل شي.


