د ننګرهار امنیه قومندانۍ د ډایاک آمریت له لوري د تورو شیشو د پاکولو پروسه دوام لري
د جنایي جرومونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت اړوند د ډایاک آمریت له لوري د تور شیشو لرونکو موټرونو د پاکولو کمپاین، چې وړاندې پیل شوی و، لا هم په پوره جدیت روان دی.
یاد کمپاین د ښار په مختلفو سیمو کې د نظم او روڼ امنیتي چاپېریال د ټینګښت په موخه ترسره کېږي، چې له مخې یې ټول هغه وسایط چې تور شیشې ولري، درول کېږي او شیشې یې د قانون له مخې پاکېږي.
د ډایاک آمریت منسوبین وایي چې دا کمپاین به تر هغه دوام ولري، څو د ښار له فضا څخه د بېباورۍ، وېرې، او غیرقانوني ښکارندویو نښې له منځه لاړې شي، او خلکو ته د شفاف، قانونمند او امن ژوند فضا برابره شي.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ له ټولو ښاریانو غوښتنه کړې، چې د عامه نظم او قانون پلي کېدو په برخه کې له امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي او د تور شیشو لرلو له کارولو ډډه وکړي.