امربالمعروف وزارت وايي چې غزني کې یې د محتسبینو په هڅو نهو مېرمنو ته خپل شرعي حقوق سپارلي.
د غزني ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مېرمنو د حقوقو د تأمین په اړه نهو قضیو ته رسېدنه کړې او اړوندې مېرمنې یې خپلو شرعي حقوقو ته ورسولې.
محتسبینو د ۳۵ روغتیایي مرکزونو، ۴۵ تعلیمي مرکزونو، ۴۵ واده تالارونو، ۱۸۸ سلمانیو او ۴۲ ورزشي او تفریحي ځایونو مسؤلینو سره په اصلاحي ناستو کې د وزارت د مقرراتو په اړه لارښوونې وکړې او له هغوی یې وغوښتل، چې خپلې چارې د اسلامي اصولو او د وزارت د فرمانونو پر اساس پرمخ یوسي.
همدارنګه محتسبینو په ۱۰۲ اصلاحي ناستو کې خلکو ته د ودونو، حج، عمرې او نورو خوښیو پر مهال د ناوړه دودونو د مخنیوي لارښوونې وکړې. په ۳۳ نورو ناستو کې یې د مېرمنو د حقوقو، د اولاد روزنې، د والدینو احترام، د نشه يي توکو نه کارونې، سوداګریزو کړنو د اسلامي اصولو پر اساس تطبیق، او د سود، احتکار او خیانت د مخنیوي په اړه خلکو ته معلومات ورکړل.