slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

اسلامي امارت د هېواد په ختيځ کې د تېرې شپې په پېښه کې زلزله ځپلو هېوادوالو ته د تسلیت او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړې دي.


اسلامي امارت د تېرې شپې د زورورې زلزلې له امله خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده چې په ننګرهار، کونړ، لغمان او ځینو نورو ولایتونو کې د افغانانو د شهادت، ژوبلې  او مالي زیانونو سبب شوې.

په خپاره شوي پیغام کې ویل شو.ي؛ اسلامي امارت ټولو زیانمنو کورنیو ته  د زړه له کومې تسلیت وايي او د شهیدانو لپاره د جنت الفردوس، د ټپیانو لپاره د عاجلې روغتیا او د کورنیو لپاره د صبر دعا کوي.

په خبرپاڼه کې ټولو اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې ژر تر ژره د پېښو سیمو ته ورسېږي، د شهیدانو د تدفین، د ټپیانو د درملنې او د اغېزمنو شویو کسانو د مرستې لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

اسلامي امارت همدارنګه له ټولو هېوادوالو غوښتي چې د سرپنا، خوراکي توکو او لباس په برخه کې له زیانمنو شویو کورنیو سره خپلې مرستې ونه سپموي.


د پیغام په پای کې دعا شوې چې الله تعالی دې مسلمانان د راتلونکو آفتونو او پېښو څخه خوندي وساتي.