بلخ کې له نشې روغ شویو ۵۰۰ کسانو ته د حرفوي زدهکړو مرکز پرانستل شو
د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت له لوري، د دې ولایت په زر بستریز روغتون کې نن د سېشنبې په ورځ، هغه ۵۰۰ کسانو ته د حرفوي زدهکړو مرکز پرانیستل شو، چې له نشهيي توکو څخه تر درملنې وروسته یې بشپړ روغتیا موندلې ده.
په دې پرانیستغونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین مولوي محمد ظاهر، د بلخ د والي مرستیال الحاج مولوي نورالهادي "ابو ادریس"، د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي عبدالرحیم "قانت" او یو شمېر نورو دولتي چارواکو ګډون کړی و.
د کار او ټولنیزو چارو معین ښاغلي مولوي محمد ظاهر د یاد مدیریت هڅې وستایلې او له روږدو کسانو سره د دوامداره ملاتړ ژمنه یې وکړه. نوموړي څرګنده کړه چې دا ډول زدهکړیز مرکزونه د روږدو کسانو د بېرته رغونې لپاره مهم ګام دی، ځکه چې هغوی ته د حرفوي مهارتونو له لارې د ژوند نوې لار پرانیزي.
د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې مدیر شهزاده "بشیر لالا" د معین صاحب او نورو مېلمنو له ګډون څخه مننه وکړه. هغه ټینګار وکړ چې د روږدو کسانو را ټولول، درملنه او بیا ټولنې ته سالم بېرته ستنول یې له مهمو مسؤلیتونو څخه دي. نوموړي د مرکز له رهبري څخه هم مننه وکړه چې بلخ ولایت ته ځانګړې پاملرنه کوي.
یاد مرکز به له دې وروسته له نشې څخه رغېدلو کسانو ته په بېلابېلو برخو کې مسلکي زدهکړې ورکړي، تر څو هغوی وکولای شي له نشو څخه د خلاصون وروسته یو سالم، باعزته او اقتصادي خپلواکه ژوند پیل کړي.